د ننګرهار په هسکې مېنې او ښېوې ولسواليو کې داعش وسله والو سره د اړيکو په تور درې تنه نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې پوليسو د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بلال په نوم د داعش ډلې يو فعال غړی نيولی دی.
د نوموړي په خبره، په ښېوې ولسوالۍ کې د کونړ ولايت د ملي امنيت منسوبينو سره يو ځای پوليسو دوه تنه داعش وسله والو سره د اړيکو په تور نيولي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


