د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، خوږیاڼو او دره نور ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښتو کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې د دره نور ولسوالۍ په ارمان باڼده او شاتو سیمو کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې دره نور ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون درې تنه وژل شوې او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
مشرقیوال دغه راز وایي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې هم د داعش او طالب وسله والو نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۴ طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ټپیان دي.
سرچینه دغه راز زیاتوي، چې د شوې نښتې په پایله کې ۵ داعش وسله وال هم وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
خو داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


