اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو له کمېټې وغوښتل، چې پر ملا هبت الله او نورو طالب مشرانو بنديزونه ولګوي.
نومړي داغوښتنه پرون په کابل کې د يادې کمېټې له مشر غيرت عمروف او غړو سره د ليدنې په مهال وکړه.
د اجرايه رياست په خبرپاڼه کې د عبدالله له قوله ويل شوي، چې وسله وال طالبان د افغانستان د بې ګناه ملکي وګړو بې رحمه قاتلين او د دې هېواد د تباهۍ مسولين دي، چي بايد ورته د تروريست په سترګه وکتل شي.
نوموړي د امنيت شورا د بنديزونو له کمېټې وغوښتل، چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله او ددې ډلې د نورو غړو نومونه دې د امنيت شورا د بنديزونو په لست کې اضافه کړي.
اجرايه رييس وايي، امنيت شورا دې د څار او ارزونې ميکانيزم هم قوي کړي، څو د ترورستي ډلو فعاليتونه او ازادي محدوده، مالي منابع يې وچې او د سولې لپاره شرايط اماده شي.
عبدالله عبدالله زياتوي، په سيمه کې لا هم دولتونه ترورستي ډلې پر بدو او ښو وېشي او دا د اوسني عصر تر ټولو بده تېروتنه ده، چې ځينې هېوادونه يې لا هم تکرار ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو کمېټې مشر غيرت عمروف ويلي، چې دوی له افغانستان سره د امنيتي تهديداتو د مخنيوي او د سولې په راتګ کې کار کولو ته ژمن دي.
نوموړی زياتوي، د تروريستي ډلو، په خاص ډول د طالبانو پر ضد د پيل شوې مبارزې په برخه کې همکار دي او د افغان حکومت وړانديزونه به په لومړيتوب کې ونيسي.
هغه له افغان دولت څخه مننه وکړه، چې ددې کمېټې د کار د تقويت او د نظارت برخې د لا ښه فعاليت لپاره يې په هېواد کې دننه لازم شرايط چمتو کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


