د باميانو سیمه ييز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو يوې ډلې د دې ولايت په شيبر ولسوالۍ کې د غره يوې څنډې ته چاودنه ورکړې، چې له بغلان او د هېواد شمالي ولايتونو سره يې د ټرافيکو پرمخ لاړه تړلې ده.
د شيبر ولسوالۍ ولسوال محمد عظيم فريد کليد ته وويل، وسله والو طالبانو دا کړنه تېره ورځ ترسره کړې، چې په دې لاره هېوادوال بغلان او شمالي ولايتونو ته سفر کوي.
فريد وايي، تېره شپه امنيتي ځواکونو هڅه وکړه، چې لاره د ټرافيکو پرمخ پرانيزي خو د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول، چې په پايله کې يې يو امنيتي وګړی ووژل شو.
د شيبر ولسوال زياته کړه،له امنيتي ځواکونو سره د ځانګړې قطعې ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي او وايي، چې نن او يا هم سباته به دا لاره پرانيستل شي.
ياده دره شکاري نومېږي، چې د خلکو په وينا د دې ولايت له ناامنو سيمه څخه ګڼل کېږي.
د يادولو ده، چې شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د شيبر ولسوالۍ په باغک سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوستې بريد وکړ، چې په پايله کې يې دوه پوليس او څلور وسله والو ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


