ads

کندهار کې د کرکټ د لومړۍ درجې ۵۰ اوريزې سيالۍ پيل شوې

په کندهار ولايت کې نن سهار د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د اتلولۍ په نوم د کرکټ د لومړۍ درجې ۵۰ اوريزې سيالۍ پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دا سيالۍ هر کال په کندهار ولايت کې د مختلفو سيمو د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې رسمي چارې يې د کرکټ بُست زون پرمخ وړي.

نویسنده: sarwan
7 لړم 1396

د خبرپاڼې له مخې، په دغو سياليو کې ګډون کوونکې لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوي او سيالۍ د ليګ په ډول ترسره کېږي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
سرچينه زياتوي، له دې سياليو څخه يې هدف د کورني کرکټ وده او د زون لوبډلو ته د پياوړو لوبغاړو پيدا کول دي.
د يادونې وړ ده، چې د کورني کرکټ د پياوړتيا لپاره د الکوزي – احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ سيالۍ هم په کابل او ننګرهار کې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA