ads

کاپیسا کې سږ کال د مېرمنو ډېرې حقوقي ستونزې حل شوي

د کاپیسا د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دوی د مېرمنو ډېری حقوقي ستونزې حل کړې دي، چې له عدلي او قضايي ادارو سره یې اړیکه درلوده.

نویسنده: sarwan
7 لړم 1396
کاپیسا کې سږ کال د مېرمنو ډېرې حقوقي ستونزې حل شوي
A young man trying to protect himself with his bare hands Hard contrast, cold colors, soft focus

د کاپیسا د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دوی د مېرمنو ډېری حقوقي ستونزې حل کړې دي، چې له عدلي او قضايي ادارو سره یې اړیکه درلوده.
د کاپیسا د ښځو چارو رياست رییسه شایستې ساپۍ کلید ته وویل، سږ کال د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف ټيټ شوی، خو په ناامنو سیمو کې اوسمهال هم ډېرې مېرمنې هره ورځ د تاوتريخوالي قربانۍ کېږي، چې هېڅ اداره د هغوی ستونزو ته لاسرسی نه لري.
د نوموړې په وینا، دوی د کار او ټولنیزو چارو ریاست په مرسته سږ کال یو شمېر هغه مېرمنې چې زده کړې یې کړې وې، د کاپیسا په یو شمېر ادارو کې هم جذب کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې سږ کال په کاپیسا کې د سیمې د اوسېدونکو په خپل منځي شخړو کې د تېر کال په پرتله ډېرې مېرمنې وژل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA