د پروان ولايت يو شمېر اوسېدونکي د قوماندان جان احمد خان د غيرقانوني ټوپکوالو له لوري د امنيتي کمربندونو د جوړېدو په اړه شکايت کوي او وايي، يادو وسله والو د دې ولايت اوسېدونکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
ياد اوسېدونکي وايي، غير مسوولو وسله والو په ناقانونه توګه امنيتي کمربندونه جوړ کړي دي او خلک زوروي.
د پروان يوه تن اوسېدونکي په دې اړه کليد ته وويل:(( پروان ناامنه دی، هره ورځ خلکو ته ډېرې ستونزې مخ کېږي، خلک په نه خبره وژل کېږي، له خلکو حق اخيستل کېږي، خلک خوشې دروي. د امنيت ساتل د پوليسو دنده ده، پوليس بايد چک پايټونه جوړ کړي، نه دا چې غير مسوول وسله وال.))
په ورته وخت کې د پروان ولايت د امنيې قومندان جنرال محمد زمان مموزی هم دا مني، چې د جان احمد خان خلک له پوليسو سره د امنيت په ټينګښت کې مرسته کوي خو وايي، د کمربندونو جوړول يوازې د پوليسو حق دی، نه د جان احمد خان شخصي ملکيت.
مموزي کليد ته وويل: (( کمربندونه د جان احمد خان نه دي دا د پوليسو دي. دوی د پوليسو همکاران دي. بل حکومت نه دی راغلی، بلکې د خلکو په غوښتنه او قومي مشرانو سره په سلامشورو د جان احمد خان له خلکو د امنيت په ټينګولو کې له دوی مرسته غوښتل شوې ده.))
د مموزي په وينا، د امنيې قومندانۍ له دې اقدام سره د پروان ولايت د سيمې د خلکو مخالفت د سيمه ييزې او تنظيمي رقابتونو له کبله دی.
جان احمد خان پخوانی جهادي قومندان دی، چې اوسمهال د اجرايه رياست د سلاکارۍ دنده پرمخ وړي، چې د پروان ولايت له زورواکو څخه ګڼل کېږي.
ويل کېږي، جان احمد خان يو وخت ۵۰ زره وسله وال درلودل، چې يو څه اندازه يې خالي سلاح شوي هم دي خو له جان احمد خان سره اوس هم اړيکه لري.
ډېره هڅه مو وکړه په دې اړه د جان احمد خان نظر هم واخلو خو ونه توانېدو.
په ورته وخت کې د پروان د ولايتي شورا غړی عبدالظاهر سالنگی وايي، د پروان د امنيت په ټينګښت کې د جان احمد خان افراد لنډې مودې لپاره ګټور دي خو د ډېرې مودې لپاره کېدی شي ستونزې جوړې کړي.
سالنګي کليد ته وويل: (( د پروان ولايت د امنيت په ټينګښت کې د امنيتي ځواکونو هڅې ګټورې نه وې، نو له همدې کبله پرېکړه وشوه، چې د جان احمد خان د ډلې وګړي دې د امنيت په ټينګښت کې لاس په کار شي. اوسمهال لنډ وخت لپاره دا کار د خلکو په ګټه دی خو وروسته لپاره دا کار ستونزې جوړوی شي ځکه چې دا خلک په دولتي تشکيلاتو کې تنظيم نه دي.))
دا په داسې حال کې ده، چې د پروان د يو شمېر اوسېدونکو په وينا، د دې ولايت امنيت د غير مسوولو وسله والو له لوري د کمربندونو په جوړولو سره په ښار کې د تورو ښيښو د موټرو تګ او راتګ د پخوا په پرتله ډېر شوی، چې د ناامنۍ په زياتېدو کې ونډه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


