ads

ولايتي شورا: د هرات ۷ ولسوالۍ له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ دي

د هرات د ولايتي شورا مرستيال توريالی طاهري د دې ولایت د يو شمېر ولسواليو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي، وسله والو طالبانو په يادو ولسواليو کې په يو شمېر ترهګريزو کړنو لاس پورې کړی او له خلکو د عشر او زکات په نوم پيسې ټولوي.

نویسنده: sarwan
7 لړم 1396

د طاهري په وينا، ګلران، کشک کهنه، رباط سنګي، شينډنډ، چشت شريف، غوريان او کهسان هغه ولسوالۍ دي، چې په دې کې وسله وال طالبان له باج ګيريو سربېره صحرايي محکمې هم پلې کوي.
د هرات د ولايتي شورا مرستيال ادعا کوي، چې په دې ولسواليو کې روان کال کې د وسله والو طالبانو پر ضد د امنيتي ځواکونو له لوري هېڅ عمليات نه دي ترسره شوي.
خو په ورته وخت کې د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد بيا په يو شمېر ولسواليو کې د وسله والو د ځپلو په هدف د چاڼيزو عملياتو د پيل خبره کوي.
فرهاد زياته کړه، په شينډنډ او چشت شريف کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادولو ده، چې څو ورځې مخکې چشت شريف کې شاوخوا ۴۰۰ وسله والو طالبانو غوښتل په سلما بند بريد وکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې يې مخه ونيول شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA