ads

مشرانو جرګې په جدي توګه پر ډيورنډ فرضي کرښې د اغزن تار د مخنيوي غوښتنه وکړه

په داسې حال كې چې په دې وروستيو كې د پاكستان له خوا د ډيورنډ په كرښه د اغزن تار د غځولو او د يادې كرښې په شاوخوا كې د تاسيساتو د جوړولو راپورونه خپاره شول، د مشرانو جرګه له حكومت څخه غواړي چې له هرې لارې چې شونې وي په دغه كرښه د اغزن تار د غځولو مخه ونيسي.

نویسنده: sarwan
7 لړم 1396

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار يادې څرګندونې د يكشنبې په ورځ د دغه جرګې په عمومي غونډه كې وكړې او زياته يې كړه چې ډيورنډ او په دې اړه د افغان حكومت چوپتيا نور دوى ته د منلو وړ نه ده.
دا په داسې حال كې ده، چې ويل كېږي پاكستان د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې لسګونه كيلومټره اغزن تار غځولى او وايي، چې دوى دا كار د خپل امنيت لپاره كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA