د لوګر خروار ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال ووژل شو

سيمه ييز چارواکي وايي، د لوګر خروار ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.
د لوګر د والي وياند سليم صالح کليد ته وويل، چې نن سهار د لوګر خروار ولسوالۍ کې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دې ولسوالۍ لپاره د دولت د وسله والو مخالفينو د تش په نوم ولسوال مختار په ګډون ۸ تنه نور وسله وال وژل شوي او يو تن بل ټپي دی.