ads

د لوګر خروار ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال ووژل شو

سيمه ييز چارواکي وايي، د لوګر خروار ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.
د لوګر د والي وياند سليم صالح کليد ته وويل، چې نن سهار د لوګر خروار ولسوالۍ کې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دې ولسوالۍ لپاره د دولت د وسله والو مخالفينو د تش په نوم ولسوال مختار په ګډون ۸ تنه نور وسله وال وژل شوي او يو تن بل ټپي دی.

نویسنده: sarwan
7 لړم 1396

صالح زياته کړه، په دې عملياتو کې د وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د ده په خبره، ياد وژل شوي وسله وال په يوه موټر کې سپاره وو، چې افغان ځواکونو ورباندې هوايي بريد وکړ.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA