امنيتي چارواکي وايي، د هلمند په مرکز درېيمه حوزه، نادعلي او ناوې ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات په برياليتوب سره روان دي.
د هلمند امنیې قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي تېره ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د تېرو څو اونيو په پيل شويو عملياتو کې يې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو سربېره ډېرې سيمې هم د دوی له شتونه پاکې کړې دي.
ساپی وايي، ياد عمليات بريالي روان دي او زياتوي، چې وسله والو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی.
امنیې قومندان همدا راز زياته کړه، هغه سيمې چې د وسله والو له شتونه پاکې شي په هغې کې امنيتي پوستې جوړوي او وايي، چې ډېر ژر به د لښکرګاه ښار په څلورمه حوزه باباجي سيمه کې هم عملیات پيل کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پیل شووعملیات په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم اوسمهال د هلمند د ځينو ولسواليو يو شمېر سيمې د وسله والو تر کنټرول لاندې دي.


