کاپيساوالو دې ولايت کې د ناراجسټر شوو مدرسو او ښوونځيو د تړلو غوښتنه کړې

د کاپیسا ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولايت په ناامنو سیمو کې یو شمېر دیني مدرسې جوړې شوې دي، چې د پوهنې له ریاست سره ثبت نه دي او د دې مدرسو د زده کړو نصاب هم د پوهنې وزارت له معیارونو سره برابر نه دی.