د کاپیسا ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولايت په ناامنو سیمو کې یو شمېر دیني مدرسې جوړې شوې دي، چې د پوهنې له ریاست سره ثبت نه دي او د دې مدرسو د زده کړو نصاب هم د پوهنې وزارت له معیارونو سره برابر نه دی.
د دوی په وینا، ډېری مهال له یادو مدرسو څخه د حکومت وسله وال مخالفین او د سیمو یو شمېر کسان د ځان په ګټه کار اخلي.
د کاپیسا د پوهنې رییس محمد نسیم ساپی هم کلید سره خبرو کې دا مني، خو زياتوي، له حکومتي چارواکو يې غوښتي، چې د کاپیسا په ناامنو سیمو کې په خپل سر جوړ شوي ښوونځي او مدرسې وتړي.
د یادونې وړ ده، چې په روان کال کې د کاپیسا په ناامنو ولسوالیو کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د نجونو ښوونځي هم پیل شوي دي.


