هرات کې دوه تنه پر پوليسو د ډزو په تور نيول شوي

د هرات ولایت امنیتي چارواکي د دوو بریدګرو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د دې ولایت د امنيې قومندانۍ د امنیت امر امین الله امین کليد ته وويل، دغه کسان تېره ورځ وروسته له هغه ونیول شول، چې د سپینې اډې په سیمه کې يې په پولیسو ډزې وکړې.