ads

هرات کې دوه تنه پر پوليسو د ډزو په تور نيول شوي

د هرات ولایت امنیتي چارواکي د دوو بریدګرو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د دې ولایت د امنيې قومندانۍ د امنیت امر امین الله امین کليد ته وويل، دغه کسان تېره ورځ وروسته له هغه ونیول شول، چې د سپینې اډې په سیمه کې يې په پولیسو ډزې وکړې.

نویسنده: sarwan
6 لړم 1396

د امین په خبره، يادو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او ويلي يې دي، چې هرات د ګذره ولسوالۍ د حضرت علي د دیني علومو د مدرسې زده کوونکي دي، چې يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچینه زياتوي، له یادې مدرسې څخه دوه تنه نور زده کوونکي هم نیول شوي وو، خو له خېړنو وروسته بېرته خوشې کړی شول.
د هرات د امنيې قومندانۍ د امنیت امر زياته کړه، د يادې مدرسې په اړه هم څېړنې پیل شوې دي، تر څو معلومه کړي، چې دا مدرسه يوازې د ديني علومو د زده کړې مرکز دی او که د دولت له مخالفو وسله والو سره هم مرسته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA