سيمه ييز چارواکي وايي، د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د ملي پولیسو پر پوستو بريدونه په شا تمبول شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري کلید ته وويل، چې د غزني ولایت په مرکز، دې یک، زنخان، قره باغ، اب بند او خواجه عمري ولسوالیو کې تېره شپه وسله والو د ملي پولیسو په مرکزونو ډله ييز بریدونه کړي، چې په ترڅ کې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي، خو وايي، چې د وسله والو د تلفاتو شمېره تر دې هم زياته ده.
نوري زياتوي، په دې بريدونو کې نهه تنه ملي پوليس وژل شوي دي او دوه تنه نور ټپيان شوي هم دي.
ورته وخت کې د سيمې يو شمېر اوسېدونکو هم کليد سره په خبرو کې وويل، چې په يادو پوستو د وسله والو له لوري له څو لوريو بريدونو شوي او نښتې څو ساعتونو لپاره دوام وکړ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرل.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بیا کلید ته په راستولي ټلیفوني پیغام کي د امنيتي چارواکو ادعا ردوي او وايي، چې تېره شپه يې د شهبازخان او قلعه قاضي په پوستې بريدونه کړي، چې په کې ۱۴ پولیسو ته د وراوښتې مرګ ژوبلې ادعا کوي او د خپل لوري د مرګ ژوبلې ادعا ردوي او يوازې د دوه تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي.


