د هېواد لوېديځ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی قاضي ووژل شو

د هرات سیمه ییز چارواکي لوېديځ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي قاضي د وژل کېدو خبر ورکوي.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد کليد ته وويل، تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو له لوري د هرات د اوبې ولسوالۍ په چناران کلي عملیات ترسره شوي، چې په پايله کې يې لوېديځ لپاره د دولت د وسله والو مخالفينو د مولوي احمدشاه په نوم قاضي وژل شوی او يو تن بل ټپي دی.