ads

د هېواد لوېديځ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی قاضي ووژل شو

د هرات سیمه ییز چارواکي لوېديځ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي قاضي د وژل کېدو خبر ورکوي.
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد کليد ته وويل، تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو له لوري د هرات د اوبې ولسوالۍ په چناران کلي عملیات ترسره شوي، چې په پايله کې يې لوېديځ لپاره د دولت د وسله والو مخالفينو د مولوي احمدشاه په نوم قاضي وژل شوی او يو تن بل ټپي دی.

نویسنده: sarwan
6 لړم 1396

د یوه بل خبر له مخې جېلاني فرهاد زياتوي، دوه تنه ترهګر چې د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې وو، تېره ورځ د امنيتي ځواکونو په يوه کمين کې ووژل شول.
د فرهاد په وينا، ياد دوه تنه د ترهګريزو بريدونو، انسان وژنو، د ماين خښولو او په نورو جرمونو تورن وو، چې د شينډنډ په چشمې سيمه کې هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې په دولتي تاسيساتو بريدونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ شينډنډ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو دوه خښ کړل شوي ماينونه کشف او خنثی کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA