د هلمند په مارجې ولسوالۍ او د لښکرګاه ښار په اړوند سیمو کې د ملي اردو په مشرۍ په تر سره شويو چاڼيزو عملیاتو ۹ کې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵میوند قول اردو څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد عمليات په تېرو ۲۴ساعتونو کې ترسره شوي او د ۹ وسله والو له وژلو سربېره په کې یو لړ سپکې او درنې وسلې او نور جنګي تجهيزات هم افغان امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
خبرپاڼه زياتوي، همدارنګه امنيتي ځواکونو د سړک د چک او کنټرول پرمهال ۱۰کړۍ ډول ډول ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


