امريکا د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره د پاکستان پر فوري اقدام ټينګار وکړ

امريکا د جمعې په ورځ ټينګار وکړ، چې پاکستان بايد په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو په ضد او د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره فوري اقدام وکړي او په دې برخه کې دې خپل ښه نيت څرګند کړي.