ads

ټېلرسن له جمهور رئيس غني سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن په کابل کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال په افغانستان کې سولې، ټيکاو او اوږدمهالې سوکالۍ ته د رسېدو لپاره د متحدو ايالتونو – افغانستان پر ژمنې ټينګار وکړ.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396
ټېلرسن له جمهور رئيس غني سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن په بګرام کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال په افغانستان کې سولې، ټيکاو او اوږدمهالې سوکالۍ ته د رسېدو لپاره د متحدو ايالتونو – افغانستان پر ژمنې ټينګار وکړ.
ټېلرسن پرون  افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلی و او دلته يې له افغان چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
په کابل کې د امريکا له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله راغلي، چې د جنوبي اسيا لپاره د جمهور رئيس ټرمپ نوې ستراتېژي له افغان حکومت او په ټوله سيمه کې له همکارانو سره، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو او د هغو ترهګرو د خوندي پټنځايونو د له منځه وړلو لپاره، چې دغه هدف ګواښي، د متحدو ايالتونو د همکارۍ ژمنه په روښانه توګه بيانوي.
په ورته وخت کې جمهور رئيس غني د امريکا د نوې ستراتېژۍ د ملاتړ ترڅنګ ټينګار وکړ، چې حکومت يې د ټولو افغانانو خونديتوب، امنيت او سوکالۍ څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA