ads

هلمند کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په مهال ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396
هلمند کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په مهال ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه د هوايي ځواک په ملتيا ترسره شوي دي.
د سرچينې په خبره، د عملياتو په ترڅ کې څلور ميله کلاشينکوفونه، دوه عرداې کرولا موټرونه او شپږ عرادې موټر سايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچينه زياتوي، چې امنيتي ځواکونو په يادې ولسوالۍ کې ۳۱ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA