د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په مومندره کې عمليات کړي

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، دغه عمليات د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو (صفر دوه قطعې) د مومندرې ولسوالۍ په ۲۹مې ويالې سيمه کې ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې تلفات هم اوښتي دي.