ads

د جنوبي حوزې مېرمنو ته د ستونزو د هواري او معلومولو په هدف درې ورځنی سمپوزيم پيل شوی

کندهار کې د جنوبي حوزې د څلورو ولایتونو کندهار، زابل، هلمند او اروزګان سلګونو مېرمنو ته د ستونزو د هواري او معلومولو په هدف د ښځو چارو وزارت له لوري درې ورځنی سمپوزيم پیل شو.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396
د جنوبي حوزې مېرمنو ته د ستونزو د هواري او معلومولو په هدف درې ورځنی سمپوزيم پيل شوی

کندهار کې د جنوبي حوزې د څلورو ولایتونو کندهار، زابل، هلمند او اروزګان سلګونو مېرمنو ته د ستونزو د هواري او معلومولو په هدف د ښځو چارو وزارت له لوري درې ورځنی سمپوزيم پیل شو.
دغه سمپوزيم کې به ددې زون د څلورو ولایتونو ښځې په بېلابېلو برخو کې خپلې تجربې ستونزې او د هواري لارې چارې د ښځو چارو د وزارت له مسوولينو سره په مخامخ ډول شريکوي.
د دغه سمپوزیم چې تېره ورځ پرانيستل شو، د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري وویل، په هېواد کې د سواد د ټيټې کچې او کم پوهاوي له امله ښځې خپلو حقونو ته لاسرسی نه لري او له همدې کبله هغوی د تاوتريخوالي قرباني کېږي.
نظري زياته کړه، د ښځو د وضعیت د سمون په موخه غواړي د هېواد د ټولو زونونو د ښځو ستونزې معلومې کړي او وروسته يې د هواري پر لارو چارو کار وکړي.
د ښځو چارو وزیرې له نورو دولتي مسوولينو وغوښتل، چې په جنوب کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره نور هم کار وکړي او د ښځو په وړاندې د شته تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې د ښځو چارو له د فترونو سره همکاري ډېره کړي.
غونډې ته د کندهار والي زلمي ويسا هم وينا وکړه او په دولتي چارو کي يې د ښځو ونډه کمرنګه وبلله.
يوازې په کندهار کې د روان لمریز کال له پيله د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۹۹ بېلابېلې قضيې ثبت شوي، چې د کندهار د ښځو چارو ريیسه روقيه اڅکزۍ يې د مخنیوي په برخه کې د مسوولو بنسټونو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.
ښځینه فعالانې وايي، که څه هم په پرتلیزه توګه په تېرو ۱۵ کلونو کې په ځينو برخو کې ښځې پياوړي شوي خو لا هم د فقر، بې وزلۍ، د ميراث د نه ورکړې، بې سوادۍ او په بدو کې د ورکړې له کبله ځورېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA