ورزشکارانو د افغان سولې لپاره پر رښتينو هلو ځلو ټينګار وکړ

د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسيز کمپاين په ترڅ کې د لغمان زر تنو ورزشکارانو هغه لويه ټوټه، چې (ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي) متن پرې ليکل شوی و، له لاسليکولو وروسته والي عبدالجبار نعيمي ته وسپارله او غوښتنه يې ترې وکړه، چې د دوی دغه پيغام دې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاري.