د پکتيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ادارې او محصلينو په ګډه د پوهنتون پاکولو حشر وکړ.
په دې حشر کې، چې د ياد پوهنځي رئيس، استادانو، د پوهنتون عمومي استازي او محصلينو په کې ګډون کړی و، ټول پوهنتون پاک کړای شو.
د پکتيا ولايتي چارواکو د محصلينو د دغه کار ستاينه وکړه او له ټولو ښاريانو يې وغوښتل، چې د خپل چاپېريال د پاک او زرغون ساتنې لپاره هڅې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


