هلمند ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د امنيې قومندانۍ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، ياد عمليات د ګرمسېر ولسوالۍ خارې سيمه کې پيل شوي، چې په ترڅ کې يې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او۵ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زياتوي، تصفيوي عملياتو کې د شوې جګړې په مهال امنيتي ځواکونو دوه پايې ای کم مخابرې هم ترلاسه کړې دي.
د سرچينې په خبره، امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو په لاس جوړ شوي ۲۰ کړۍ ماينونه هم کشف او خنثی کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

