ads

جمهور رئيس غني د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مديريت د لارې نقشه وارزوله

د کانونو او پټروليم وزارت رهبرۍ تېر مازديګر په ارګ کې د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مديريت د لارې نقشه له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره شريکه کړه.

نویسنده: sarwan
1 لړم 1396
جمهور رئيس غني د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مديريت د لارې نقشه وارزوله

د کانونو او پټروليم وزارت رهبرۍ تېر مازديګر په ارګ کې د کانونو په سکټور کې د اصلاحاتو او مديريت د لارې نقشه له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره شريکه کړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې هدف جوړه شوې غونډه کې د کانونو او پټروليم وزارت رهبرۍ د هېواد د کانونو د مديريت په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه، چې دا د لارې نقشه د کانونو سکټور ستونزې لرې کوي او له هغو د ناسمې ګټې اخيستنې مخه به ونيسي.
د کانونو وزارت مسوولينو وويل، چې د يادې لارنقشې په پلي کولو سره به د هېواد کانونه په شفاف ډول مديريت شي.
د دوی په وينا، په ياده لارنقشه کې پنځه عمده اصلونه د ادارې اصلاحات او پرمختيا، مديريت او جيولوژيکي معلومات، د قانون مطابق د تړونونو مديريت، شفاف او حساب ورکوونکی مديريت او دغه راز د پانګونې لپاره د شرايطو برابرول شامل دي، چې په دوو دوه کلنو او پنځه کلنو مرحلو کې په نظر کې نيول شوي.
وروسته جمهور رئيس غني په دې بهير کې د زېربنايي سکټور وزارتونو پر داخلولو ټينګار وکړ او ويې ويل، بايد د کانونو د اصلاحاتو د مديريت دغه لارنقشه عملي بڼه غوره کړي او د هېواد د کانونو په سکټور کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA