د کابل پوليس وايي، د انسان تښوونکو له منګولو يې يو ۱۳ کلن ماشوم ژغورلی او د تښتونې په تور يې اته تنه نيولي دي.
له ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد ماشوم تېره شپه شاوخوا نهه بجې د پوليسو په ځانګړو عملياتو کې وژغورل او کورنۍ ته يې وسپارل شو.
د سرچينې په وينا، د محمد عيسی په نوم دغه هلک د روانې تلې مياشتې په ۱۷مه نېټه د کابل ښار له ۱۱مې ناحيې تښتول شوی و او د دغه ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه پټنځای کې ساتل کېده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د انسان تښتوونکو له منګولو يو شمېر ماشومان ژغورلي دي.


