سيمه ييز چارواکي وايي، د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د خپل منځني نښتو په پايله کې لږ تر لږه ۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده نښته تېره شپه د شينډنډ په خيفان سيمه کې د ملا ننګيالي، چې د ملا رسول د ډلې او ملا صمد، چې د ملا هيبت الله د ډلې قومندانان دي شوې، چې پر مهال يې ۳۲ تنه د ملاصمد د ډلې او اته تنه د ملاننګيالي له ډلې وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، ۶ تنه د ملاصمد د ډلې او څلور تنه د ملاننګيالي د وسله والې ډلې ټپيان شوي هم دي.
د يادولو ده، چې دا څووم ځل دی د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ خپلمنځي نښتو کې وسله وال طالبان وژل کېږي.
خوشحال سيلاب
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


