ads

ننګرهار کې هوايي بريدونو ۴۰ داعشيان وژلي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله د ځانمرګو برید ګرو د دوو روزونکو په ګډون څلوېښت داعش وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
30 تله 1396
ننګرهار کې هوايي بريدونو ۴۰ داعشيان وژلي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله د ځانمرګو برید ګرو د دوو روزونکو په ګډون څلوېښت داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه ناوخته د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو د جېټ الوتکو په هوایي بریدونو کې د داعش وسله والې ډلې د ځانمرګو بریدونو، د دوو روزونکو په ګډون ۴۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وایي، په دغو هوایي بریدونو کې وژل شوي وسله وال ډېری یې بهرني وګړي دي.
مشرقیوال زیاتوي، اچین کې ددغو بریدونو له امله د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA