ads

محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتيا ته ورسېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار شاوخوا اته بجې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتيا کې د وروستۍ پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د غمشريکۍ په هدف دغه ولايت ته ورسېد.

نویسنده: sarwan
30 تله 1396
محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتيا ته ورسېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار شاوخوا اته بجې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکتيا کې د وروستۍ خونړۍ پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د غمشريکۍ په هدف دغه ولايت ته ورسېد.
په پکتيا کې د کليد خبريال فضل الله بهاند وايي، جمهور رئيس غني ته په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د غونډې لپاره چمتووالی نيول شوی.
د هېواد د جمهور رئيس د سفر بشپړه اجنډا لا څرګنده نه ده، خو ويل کېږي، چې له پکتياوالو سره به غمشريکي او د يو شمېر اقتصادي پروژو ژمنې وکړي.
داسې هم ويل کېږي، چې پکتيا به لومړۍ درجه ولايتونو کې شامل کړای شي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد کې د دې ولايت د امنيه قوماندان په ګډون لسګونه کسان ووژل شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA