فارياب کې ناپېژاندو سله والو ۳ ديني عالمان وژلي

نامعلومو وسله والو د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په بوره غن سيمه کې درې ديني عالمان وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.
د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وايي، مولوي مجيب، ملا سيف الله، ملا غلام او ملا محب الله تېره شپه د ملا عبدالقيوم په کور کې مېلمانه وو، چې له دې ډلې ملا محب ټپي شوى او پاتې درې نور ديني عالمان وژل شوي دي.