ads

اندړو ولسوالۍ کې د ۲ سر ګروپانو په ګډون ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي‎

چارواکي وايي، د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
30 تله 1396
اندړو ولسوالۍ کې د ۲ سر ګروپانو په ګډون ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي‎

چارواکي وايي، د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
د غزني ولايت د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، چې ياد هوايي او ځمکني عمليات تېره شپه د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په سردارکلا، مراوي او مرادي کليو کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې د القاعده شبکې د يو قوماندان او دوو طالب سرګروپانو په ګډون د دولت ۳۸ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د نوري په وينا، په دغو عملياتو کې د ملي اردو کومانډو، ۲ ام ډي الوتکو، ضربتي قطعې ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ماموريت بې پيلوټه الوتکو برخه اخيستې وه او د القاعده شبکې يو قومندان قاري فضل الرحمن مشهور په قاري کوچي او د عبدالعلي او عمر فاروق په نامه د وسله والو طالبانو دوه تنه سرګروپان شامل دي وژل شوي دي.
نوري زياتوي ، له ملکي تلفاتو څخه د مخنيوي په هدف اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځمکنيو او هوايي ځواکونو عمليات په ډېر احتياط او تکتيک سره مخ پر وړاندې روان دي او له همدې کبله په اندړو ولسوالۍ کې له درنو وسلو او توپچي بريدونو څخه د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه کار نه دی اخيستل شوی.
ديادولو ده، چې د تېرې سې شنبې په شپه وسله والو طالبانو په ياده ولسوالۍ ډله ييز بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله واړوله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA