په خوست کې د لسګونو لوبډلو ترمنځ د واليبال مياشت وړاندې پيل شوې سيالۍ د جمعې په ورځ د وحيد لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د سولې په نوم دغه لوبې د مرکز په لنډي کلي کې د ځوانانو لخوا جوړې شوې وې، چې تر دېرشو پورې لوبډلو په کې برخه درلوده.
د ځايي واليبال فدراسيون مرستيال نور احمد کليد ته وويل، پايلوبه د وحيد او حکمران لوبډلو ترسره کړه، چې د وحيد لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
د ژمي په رارسېدو سره خوست کې د واليبال لوبه تر نور هغو ډېره غوړېږي.