پر کابل ښار توغندويي بريد مرګ ژوبله نه درلوده

د کابل امنيه قومانداني وايي، چې پر دې ښار نن سهار شوي توغندويي بريد مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا شپږ بجې له يوه نامعلوم ځای څخه پر وزير محمد اکبر خان يا شش درک سيمې يو توغندی توغول شوی، چې ځاني زيان نه لري.