ads

ننګرهار کې تېرو دوو اونيو کې ۱۱۷ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په تېرو دوه اونیو کې یې د ځانګړو او ګډو عملیاتو پرمهال ۱۱۷ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
29 تله 1396
ننګرهار کې تېرو دوو اونيو کې ۱۱۷ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په تېرو دوه اونیو کې یې د ځانګړو او ګډو عملیاتو پرمهال ۱۱۷ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار امنیې قومندان دا خبرې د خپلو دوه اونیو د لاسته راوړنو په خبري کنفرانس کې وکړې.
د ننګرهار امنیې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل، چې په تېرو دوه اونیو کې یې د ۴۲ ځانګړو او ګډو عملیاتو کې يادې مرګ ژوبلې سربېره ډیری سیمې هم له وسله والو پاکې کړې دي.
رحیمي زیاتوي، چې د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې یې د بیلا بیلو جنایي پېښو په تړاو ۴۳ کسان هم نیولي دي.
امنیتي چارواکي په داسې حال کې د خپلو لاسته را وړنو یادونه کوي، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د داعش او طالب وسله والو د نښتو له امله سلګونه کورنۍ له خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو له تنګي څخه را کډه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA