د کابل او غور ولايتونو پېښې په ملي او نړيواله کچه وغندل شوې

په کابل او غور ولايتونو کې پر جوماتونو پروني ځانمرګي بريدونه په ملي او نړيواله کچه وغندل شول.
تېر ماښام د کابل ښار د دشت برچي په امام زمان جومات کې د لمانځه په مهال ځانمرګي بريد ۳۹ تنه ووژل او ۴۵ نور يې ټپيان کړل.