په کابل او غور ولايتونو کې پر جوماتونو پروني ځانمرګي بريدونه په ملي او نړيواله کچه وغندل شول.
تېر ماښام د کابل ښار د دشت برچي په امام زمان جومات کې د لمانځه په مهال ځانمرګي بريد ۳۹ تنه ووژل او ۴۵ نور يې ټپيان کړل.
تر دې مخکې د غور د دولينه ولسوالۍ په يوه جومات کې د ځانمرګي بريد له کبله ۳۰ تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان دي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني ويلي، چې د دغسې جنايتونو عاملين د نابودۍ مستحق دي.
هغه دا کار د افغانانو ترمنځ د تفرقې اچولو اقدام ګڼلی.
بلخوا اروپايي اتحاديې د دغو دوو بريدونو په اړه، چې د ګردېز، غزني او کندهار له خونړيو تروريستي بريدونو وروسته وشول وويل، چې د افغانستان له خلکو سره په دې غم کې پيوستون اعلانوي.
د ترکيې حکومت هم د غور او کابل په دوو جوماتونو کې د جمعې د ورځې تروريستي بريدونه غندلي دي.
په ورته وخت کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د کابل له پېښې لږ وروسته وويل، چې هېواد يې د افغانستان له خلکو او حکومت سره خواخوږي څرګندوي. د يادو بريدونو مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.


