د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس له دندې لرې شو

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس امام محمد وريماچ له دندې کوښه شو.
ويل کېږي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دا چارواکی د جمهور رييس غني له لوري په کمېسيون کې د اصلاحاتو په نه راوستو او نا توانۍ د يوه فرمان پر بنسټ لرې شوی دی.