ads

د نادعلي اوسېدونکي د بازار د بيا رغولو، د ښوونځي او کلينيک د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي

هلمند ولايت کې د نادعلي اوسېدونکي دولسوالۍ د بازار د بېرته جوړولو، د ښوونځي او کلينک د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي.
د ناد علي يو شمېر اوسېدونکو کليد ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ بازار د جګړو له کبله له منځه تللی، ښوونځی يې ويجاړ شوی او کلينيک يې جګړو کې تړل شوی.

نویسنده: sarwan
29 تله 1396
د نادعلي اوسېدونکي د بازار د بيا رغولو، د ښوونځي او کلينيک د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي

هلمند ولايت کې د نادعلي اوسېدونکي دولسوالۍ د بازار د بېرته جوړولو، د ښوونځي او کلينيک د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي.
د ناد علي يو شمېر اوسېدونکو کليد ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ بازار د جګړو له کبله له منځه تللی، ښوونځی يې ويجاړ شوی او کلينيک يې جګړو کې تړل شوی.
دوی وايي، د دې ولسوالۍ د بازار ټول دوکانونه جګړو وران کړل، د جګړو په لومړيو ورځو کې دوکانونه چور شول او اوس نه روغتيايي مرکز شته او نه درمل لپاره کوم ځای.
د نادعلي اوسېدونکي زياتوي، وسله والو يې په سيمه او لارو کې ماينونه خښ کړي او په خبره يې دوی نه شي کوی، چې په ډاډه زړه خپلو کورونو او کروندو ته لاړ شي.
بل پلو د نادعلي ولسوال سيد محمد هاشمي وايي، د نادعلي د بشپړې تصفيې لپاره عمليات روان دي، ډېر ژر به امنيتي ساحه پراخه شي او د دې ولسوالۍ د نړېدلي بازار د جوړېدو ترڅنګ به روغتيايي مرکز او ښوونځی هم پرانيستل شي.
د هاشمي په وينا، نادعلي کې دغه پيل شوي عمليات له کوم مقاومت پرته پرمخ روان دي.
دی زياتوي، په يادوعملياتو کې افغان ځواکونه تلفات نه لري او وسله والو ته يې د مخامخ جګړو سربيره، د غوڅ ملاتړ د ماموريت د هوايي ځواک په مرسته درانه تلفات اړولي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته ويلي، چې دوی ته کوم زيان نه دی اوښتی او وايي، ددې ولايت په ناوې، نادعلي او ګرشک ولسواليو کې يې په څو بېلابېلو پېښو کې ۱۵ افغان سرتېري وژلي او ۳ نور يې ټپيان کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA