اچین ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د یوه قومندان په ګډون لس داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه یې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د هوایي بریدونو له امله د یوه قومندان په ګډون لس داعش وسله وال وژلي دي.
سرچینه وایي، په یادو بریدونو کې د سیمې خلکو او افغان ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


