ads

پکتيا ته د کور او ښار جوړونې وزارت مسلکي ټيم تللی

د اجرائيه رئيس په مشرۍ د پکتيا ولايت د وروستي تروريستي بريد څېړونکي پلاوي خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړی او د راپور له اورېدو وروسته ولسمشر غني د ملي دفاع، کورنيو چارو، کور او ښار جوړونې او ماليې وزارتونو او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې د دغه بريد له کبله د زيانمنو شوو ودانيو د بيارغونې په برخه کې هر اړخيز بېړني اقدامات وکړي.

نویسنده: sarwan
28 تله 1396
پکتيا ته د کور او ښار جوړونې وزارت مسلکي ټيم تللی

د کور او ښار جوړونې وزير، چې د جمهور رئيس د لارښوونې له مخې پکتيا ته تللی و، تېره ورځ ناوخته د دې ولايت له والي او د ولايتي شورا له رئيس سره په خبري کنفرانس کې برخه واخيسته.
سيد سعادت منصور نادري وايي، د کور او ښار جوړونې وزارت څخه پکتيا ته تللی مسلکي ټيم به د سې شنبې ورځې بريد له کبله د زيانمنو شوو ودانيو سروې ترسره کړي او له هغې وروسته به يې په بېړنۍ توګه د بيا جوړېدو چارې پيل شي.
بلخوا د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل، چې د دغه خونړي بريد غچ به واخلي.
د سې شنبې ورځې په سهار د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ موټر بم بريدونه وشول او وروسته يوه ډله وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو سره نښته وکړه، چې د امنيه قوماندان په ګډون لسګونه کسان ووژل شول او زيات شمېر نور ټپيان شول.
د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ د پکتيا ولايت د وروستي تروريستي بريد څېړونکي پلاوي خپل راپور جمهور رئيس محمد اشرف غني ته وړاندې کړی او د راپور له اورېدو وروسته جمهور رئيس غني د ملي دفاع، کورنيو چارو، کور او ښار جوړونې او ماليې وزارتونو او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې د دغه بريد له کبله د زيانمنو شوو ودانيو د بيارغونې په برخه کې هر اړخيز بېړني اقدامات وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA