د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسولۍ په وزيرو تنګي سيمه کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا نښتې نږدې يوه اونۍ وړاندې پيل شوي، چې تر دې مهاله په کې ۱۲ داعشيان او ۱۴ طالبان وژل شوي، اته داعشيان او پنځه طالبان ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د نښتو په مهال اته ملکي وګړي هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، د والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه په سيمه کې د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري ګڼ شمېر نوې پوستې جوړې شوي او ډېر ژر به د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره اقدامات پيل کړي.
طالب او داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بلخوا چارواکي وايي، د يادو نښتو له کبله شاوخوا دوه زره کورنۍ هم بې ځايه شوي، چې ورسره يې د مرستو لړۍ پيل کړې ده.


