ads

لوګر کې سلګونو ښوونکو ته د استوګنې نومرې ورکړل شوې

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ ۹۸۳ ښوونکواو د پوهنې کار کوونکو ته پرون د کورونو جوړولو لپاره د يوې يوې استوګنې نومرې اسناد ووېشل شول.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاه پور عرب وايي، ياده ولسوالي د پوهنې په تشکيل کې ۱۰۱۵ ښوونکي او د پوهنې نور کار کوونکي لري، چې ۱۳۶ تنه يې ښځينه دي.

نویسنده: sarwan
28 تله 1396

عرب زياتوي، د ياد شمېر کسانو له ډلې ۹۸۳ ښوونکي او د پوهنې کار کوونکي، چې د خدمت موده يې تر نورو ډېره وه، له وړاندې د کمېسيون له لوري د نومرو مستحق وپېژندل او د يوې يوې نومرې ځمکې اسناد ورکړل شول.
د هغه په وينا، دغه ښارګوټی ۶۰۰ جريبه مساحت او ۹۸۳ نومرې لري.
د لوګر د پوهنې رياست وياند همدارنګه وايي، په دې ښارګوټي کې ځينو ټولګټو ودانيو لکه ښوونځي، روغتيايي مرکزونو، تفريحي پارک، شنو سيمو او وړکتون ته ځمکې په پام کې نيول شوي او په راتلونکي کې به يې ودانۍ هم جوړې شي.
د عرب په خبره، د ښارګوټي د ځمکې ټول قانوني پړاوونه بشپړ شوي او ښوونکي کولی شي په خپلو نومرو کې د خپلې خوښې وړ کورونه جوړ کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې ۲۱۰ ښوونکو ته په خوښۍ ولسوالۍ او ۵۵۸ ښوونکو ته په بره کي برک ولسوالۍ کې د کور جوړولو په هدف د ځمکو نومرې وېشل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA