ads

د غزني د اندړو ولسوال: طالبان د ولسوالۍ ۵۰ مترۍ ته را رسېدلي

د غزني د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال وايي، په دې ولسوالۍ کې حالت خراب دى او په جګړه کې دى هم ټپي شوى.
د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې جګړې بيا زور اخيستی.

نویسنده: sarwan
28 تله 1396
د غزني د اندړو ولسوال: طالبان د ولسوالۍ ۵۰ مترۍ ته را رسېدلي

د غزني د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال وايي، په دې ولسوالۍ کې حالت خراب دى او په جګړه کې دى هم ټپي شوى.
د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې جګړې بيا زور اخيستی.
که څه هم د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، اندړو ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او جګړه په دې خاطر اوږده شوې، چې وسله وال طالبان د استوګنې له کورونو ګټه پورته کوي، خو ديسيوال کليد ته وويل، هېڅ مرسته نه ده ور رسېدلې، لارې بندې دي او د ټپيانو د مړينې وېره يې څرګنده کړه.
د اندړو ولسوال زياته کړه، وسله وال طالبان د ولسوالۍ ۵۰ مترۍ ته ور رسېدلي او پر دوى د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي، که مرسته ور ونه رسېږي، ولسوالي به سقوط وکړي.
د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې جګړه روانه ده، چې تراوسه په کې
۳۵ امنيتي سرتېري او ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي، ۲۹ امنيتي سرتېري او پنځه ملکي وګړي ټپيان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA