تګاب کې څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې تېر مازديګر د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته کې څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې پېښه د تګاب بازار ته نږدې رامنځته شوې ده.