د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې تېر مازديګر د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته کې څلورو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې پېښه د تګاب بازار ته نږدې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د جګړې په مهال يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د يوسفزي په وينا، د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
بلخوا د سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، نښته هغه مهال پيل شوه، چې سيمه ييزو پوليسو د تګاب بازار ته نږدې د يو پلچک څارنه کوله او د طالبانو له لوري پرې ډزې وشوې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې له تګابه يو شمېر کورنۍ وتلي او وايي، د هوا له يخېدو سره په دې ولسوالۍ کې لوی تصفيوي عمليات پيلېږي.


