ads

افغانستان د کرکټ د څلور ورځنۍ لوبې لومړۍ ورځ په خپله ګټه تمامه کړه

د انټرکانټيننټل کپ څلور ورځنيو سياليو په لړ کې افغانستان نن خپله شپږمه لوبه د هانګ کانګ په وړاندې پيل او لومړۍ ورځ يې په خپله ګټه تمامه کړه.
د دې څلور ورځنۍ لوبې پچه، چې د هانګ کانګ په مونګ هونک لوبغالي کې ترسره کېږي، کوربه هېواد وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

نویسنده: sarwan
28 تله 1396
افغانستان د کرکټ د څلور ورځنۍ لوبې لومړۍ ورځ په خپله ګټه تمامه کړه

د انټرکانټيننټل کپ څلور ورځنيو سياليو په لړ کې افغانستان نن خپله شپږمه لوبه د هانګ کانګ په وړاندې پيل او لومړۍ ورځ يې په خپله ګټه تمامه کړه.
د دې څلور ورځنۍ لوبې پچه، چې د هانګ کانګ په مونګ هونک لوبغالي کې ترسره کېږي، کوربه هېواد وګټله او لومړى يې په خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغان توپ اچوونکو او په ځانګړې توګه د راشد خان د ښې لوبې له کبله د هانګ کانګ ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۴۲ منډو وسوځېده.
د افغانستان له لوري راشد خان پنځه، دولت ځدراڼ درې، محمد نبي او ظاهر خان يو يو لوبغاړى وسوځول.
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د ښې توپ اچونې ترڅنګ په توپ وهنه کې هم ښه وځلېدل او د دې څلور ورځنۍ لوبې د لومړۍ ورځې تر پايه يې په خپلې لومړۍ پاڼۍکې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۰ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري جاوېد احمدي په زړه پورې لوبه وکړه او سليزه يې ووهله، هغه په ۱۰۸ منډو وسوځېد، دغه راز احسان الله ۶۳ منډې جوړې کړې، رحمت شاه په ۳۴ او اصغر ستانکزى په ۵۸ منډو ولاړ دي او سبا به بيا توپ وهنه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA